Post Image

د نړيوالو اړيکو کارپوه مشتاق رحيم وايي، ورزش په ټوله نړۍ کې يو صنعت ګرځيدلی او عربي هېوادونه د دې لپاره چې په تېلو یې تکیه کمه شي په ورزش پانګونه کوي.

نوموړی زياتوي چې د المپيک يو پړاو لوبې د يوه هېواد له لس کلن اقتصادي مزل سره برابر دی.

رحيم د «لوبې په افغانستان کې؛ فرصتونه، ګواښونه او راتلونکی» تر عنوان لاندې د انسان ټاکس په اونیزه غونډه کې د ورزش ارزښت په اړه وويل:

«له ورزش څخه په نړۍ کې د ملت جوړونې لپاره د ژر اغېزې لرونکې وسيلې په توګه کار اخیستل کېږي. ښه بېلګه یې افريقا ده؛ په لومړيو کې د جنوبې افريقا فوټبال لوبډله کې يوازې سپين پوستو لوبه کولی شوه خو وروسته بيا د المپيک له لورې په دوی بندیز ولګېد او ورته یې خبرداری ورکړ، تر هغې چې په دې لوبډله کې تور پوستو ته هم ځای ورنه‌کړي رسمي لوبې نه‌شي کولی، لوبډلې ته د تور پوستو په راتګ سره دا توپيریز چلند له منځه لاړ.»

نوموړي د امنيت ټينګښت په برخه کې د ورزش رول ته په اشارې سره زياته کړه چې لوبه د امنيت تامين په برخه کې خپل مثبت رول لري او په هغو سيمو کې چې ناامنه دي، د رسمي لوبو په ورځ جګړه په مراتبو راکمېږي.

مشتاق رحيم د لوبو اقتصادي اړخ ته په اشارې سره وويل، د لوبې اقتصادي اړخ دا دی چې کورني لوبغاړي په بهرنيو ليګونو کې د لوبېدو له لارې خپل هېواد ته پيسې راوړي.

په ورته وخت کې ټولنپوه ضياالحق شمس وايي، لوبه د تفریح په معنا له خوند سره تړلی ده او د لوبې په جریان کې ټولنې سره مخ دي، نه وګړي.

نوموړي زیاته کړه، لوبه یوه بیولوژیکي او فرهنګي پدیده ده چې له حقوقي اړخه يو ډول مکلفيت بلل کېږي او خلک د لوبو له خوند سره په يو ډول تړلي دي.

شمس وويل:

«په لوبو کې د سیالیو انتخاب مساله ده یعنې په دې هدف ترسره کېږي چې لوبډلې انتخاب شي چې دا کمپایني اړخ لري چې هر ټیم د خپل اړخ لپاره کمپاین کوي اود لوبې نندارچيان هم په دوه ډوله دي. مستقیم او غیر مستقیم د لوبې نندارچيان تل له مینوالو زیات وي.»

‌نوموړی ټينګار کوي چې لوبه د پخواني تراوتریخوالی قانوني بڼه ده.

راپور: منصور یوسفزی

دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب

ځانګړي راپورونه

د ناکامورا میراث؛ درې لسیزې بشرپالنه