Post Image

د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو د کرکټ ملي لوبډله د نړيوال جام په لومړۍ سيالۍ کې نن جمعه خپله لومړۍ لوبه له کوربه هېواد سوېلي افريقا سره کوي.

دا لوبه د کابل پر وخت نن غرمه مهال ۱۲:۳۰ بجې پيلېږي او ټاکل شوې د افغانستان او سوېلي افريقا ترمنځ په دې لوبې سره به د ۱۹ کلنو کرکټ نړيوال جام هم پيل شي.

په دغو لوبو کې د ۱۶ هېوادونو د ۱۹ کلنو کرکټ ملي لوبډلې ګډون لري او افغانستان به په (ډي) ګروپ کې له کوربه سوېلي افريقا، کاناډا او متحده عربي اماراتو سره لوبې وکړي.

ټاکل شوې د ۱۹ کلنو کرکټ نړيوال جام د روان ۲۰۲۰ ميلادي کال د جنورۍ په ۱۷مه نېټه په سويلي افريقا کې پيل او د فبرورۍ تر ۹مې به دوام وکړي.

تر دې وړاندې د افغانستان کرکټ بورډ ويلي و چې د ۱۹ کلنو کرکټ ملي لوبډلې په دغه نړيوال جام کې د لوبو لپاره  بشپړ چمتووالی نيولی او ښايي دا ځل هم ښې لوبې نندارې ته وړاندې کړي.

دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب

ځانګړي راپورونه

د ناکامورا میراث؛ درې لسیزې بشرپالنه