Post Image

 امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ جنوبي کوریا ته رسېدلی څو له شمالي کوریا سره د دې هېواد له غیر پوځي سرحدي سیمو لیدنه وکړي.

ټاکل شوې ټرمپ د شمالي کوریا له مشر کیم جونګ اون سره هم په دې سیمه کې لیدنه ولري.

د امریکا او شمالي کوریا مشرانو تر اوسه دوه ځلې په خپلو کې سره لیدلي دي.

ټرمپ او اون په لومړي ځل د  تېر کال په جنورۍ میاشت کې او دوهم ځل بیا د روان میلادي کال په فبروري کې سره ولیدل.

خو دواړه مشران په دې لیدنو کې له اټمي وسلو د کوریا ټاپو وزمې د پاکولو په اړه کومې هوکړې ته ونه رسېدل.

شریک کړئ

ورته مطالب