Post Image

د امریکا متحده ایالتونو د ولسمشر مرستیال مایک پنس وایي، ترکیې په سوریه کې د کردانو پر ضد د پوځي عملیانو د بندولو هوکړه کړې.

مایک پنس چې انقرې ته په سفر تللی ویلي، ترکیې هوکړه کړې چې له ګرین زون یا خوندي سیمو څخه د کرد جنګیالیو له وتلو وروسته به د سوریې په شمال کې خپل پوځي عملیات په بشپړ ډول بندوي.

نوموړي خبریالانو ته ویلي،

«د سوریې شمال کې له امن سیمو څخه د کردي جنګالیو له وتلو وروسته به پوځي عملیات دریږي.»

ترکیې له هغه وروسته د کردي جنګیالیو پر ضد پوځي عملیات پیل کړل چې ولسمشر ټرمپ له سوریې څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو امر وکړ.

ویل کیږي چې د ترکیې د پوځي عملیاتو له کبله شاوخوا ۱۶۰ زره کسانو خپل کورونه پرېښي دي.

ترکیه بیا کرد جنګیالي ترهګر بولي او پر وړاندې یې جګړه کوي.

شریک کړئ

ورته مطالب