Post Image

ځانګړی راپور: محمد نسيم حليم

د برېښنا شرکت مسوولین وایي، دا مهال د افغانستان ۸۰سلنه(۱۰۰۰میګاواټه) برېښنا له ګاونډیو هېوادونو څخه او پاتې ۲۰سلنه(۳۰۰میګاواټه) له کورنیو منابعو چمتو کېږي.

د انسان نيوز د څېړنې له مخې افغانستان داسې مهال خپله ۸۰ سلنه برېښنا له بهره واردوي چې پخپله په کور دننه د ۳۱۰ زره مېګاواټه برېښنا د توليد ظرفيت لري. 

بلخوا د برېښنا شرکت د معلوماتو له مخې افغانستان د اړتیاوو د پوره کولو لپاره په ټوله کې ۱۱زره میګاواټه برېښنا ته اړتیا لري.

د برېښنا شرکت ویاند وحیدالله توحیدي انسان نیوز ته په خبرو کې د برېښنا داخلي تولید په اړه وویل چې دا برېښنا د کجکي، سلما، نغلو، ماهیپر، درونټې، سروبي، کمال خان او کوکچې بندونو، او د کندهار، هرات او بامیانو له سولري پروژو څخه چمتو کېږي.

د کندهار سولر پروژه ۱۵میګاواټه، د هرات سولر ۱،۷ میګاواټه، او د بامیانو سولر ۱ میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري، خو د برېښنا شرکت مسوولین وايي چې د کندهار سولر پروژې د ظرفیت کچه به تر راتلونکو څلورو میاشتو له ۱۵میګاواټه ۴۰میګاواټو ته پورته شي.

د برېښنا شرکت ویاند وحیدالله توحیدي زیاتوي، پر پورتنیو سولري پروژو سربېره، د «ننګرهار او لغمان سولر ۲۵۰میګاواټه» او د «هرات سولر ۴۰۰میګاواټه» برېښنا پر پروژو هم کار روان دی چې ډېر ژر به د تولید جوګه شي.

بندونه

د برېښنا شرکت مسوولین وايي، د سولري پروژو د ډیزاین او طرحه کولو ترڅنګ یې په تېرو څو کلونو کې د ځینو برېښنا بندونو د تولید کچه هم لوړه کړې ده، خو ځینې لا هم په خپل حال پاتې دي.

کجکي او نغلو د برېښنا هغه تولیدي بندونه دي چې د پخوا په پرتله یې د تولید ظرفیت لوړ شوی دی.

د برېښنا شرکت د معلواتو له مخې د کجکې بند د برېښنا ظرفیت له ۴۰میګاواټو څخه ۵۱ میګاواټو ته پورته شوی او ویل کېږي چې تر ۲۰۲۰میلادي کاله پورې به پرې ۲۰میګاواټه نور هم ور زیات شي.

د نغلو بند د برېښنا تولید چې پخوا ۵۰ میګاواټه و، اوس ۱۰۰میګاواټو ته لوړ شوی، خو درونټه، سلما،، سروبي او ماهیپر د هغو بندونو له ډلې دي چې د تولید کچه یې نه‌ده لوړه شوې او په خپل حال پاتې دي.

د برېښنا شرکت په ویب‌پاڼه کې له شتو معلوماتو څرګندېږي چې دمګړۍ د دورنټې بند ۱۱میګاواټه، سروبي ۲۵میګاواټه، ماهیپر ۶۰ میګاواټه او سلما۴۲ میګاواټه برېښنا تولیدوي.

د بهرنيو څېړنيزو ادارو د موندنو له مخې، افغانستان له خپلو ابي، بادي او لمریزو سرچینو څخه د ۳۱۰زره میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري. له دې کچې۲۲۲زره میګاواټه یې لمریزه، ۲۳زره یې ابي او ۶۸زره میګاواټه یې بادې برېښنا ده، خو افغانستان تراوسه ایله له خپلو شتو سرچینو څخه یوازې د ۳۰۰میګاواټه برېښنا په چمتو کولو توانېدلی دی. دا په داسې حال کې ده چې په ټول هېواد کې نږدې ۱۱زره میګاواټه برېښنا ته جدي اړتیا موجوده ده.

وارداتي برېښنا

دا مهال افغانستان ته د بیړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره ۸۰سلنه(۱۰۰۰میګاواټه) برېښنا له بهر څخه واردېږي. د برېښنا شرکت د معلوماتو له مخې ۵۲۰میګاواټه برېښنا له ازبکستان(۳۰۰ کابل او ۲۲۰ غزني لپاره)، ۱۲۰میګاواټه له تاجکستان (۱۰۰میګاواټه کابل او پاتې ۲۰میګاواټه یې بلخ، سمنګان، بغلان او کندوز لپاره)، ۱۴۰میګاوټه له ایران( د هرات لپاره) او ۱۵۲میګاواټه له ترکمنستان (هرات، فاریاب او جوزجان) څخه پېرل شوې ده.

ازبکستان في کیلواټ برېښنا ۵ سنټه، تاجکستان ۴سنټه، ایران ۳سنټه او ترکمنستان ۴سنټه محاسبه کړې ده.

د چارواکو د معلوماتو له مخې افغانستان په ټوله کې هر کال له ۲۷۰تر۳۲۰میلیونه ډالرو په ارزښت برېښنا پېري، خو د د دې پېر باوجود کابل د پلازمېنې په توګه لا هم د برېښنا له کمښت سره مخ دی. ویل کېږي چې پلازمېنه کابل ۶۷۰میګاواټه برېښنا ته اړتیا لري، خو ۴۴۰میګاواټه برېښنا په کې وېشل کېږي.

د برېښنا نوې پروژې

د برېښنا شرکت ویاند وحیداالله توحیدي وايي چې د افغانستان عاجلې اړتیا د پوره کولو لپاره به په نږدې  راتلونکې کې له ترکمنستان او ازبکستان هېوادونو څخه ۲زره میګاواټه نوره برېښنا هم وپېرل شي. نوموړی وايي، دغه برېښنا به د میدان وردګو ولایت له لارې کندهار او لوګر ته غځېږي او له لوګره به خوست وغځول شي.

د یاد شرکت د معلوماتو له مخې د برېښنا دا پروژه به تر ۲۰۲۰میلادي کاله پورې بشپړه او پرانیستل شي.

ښاغلي توحیدي وویل:

«له دې سره به په هېواد کې د تولیدي او وارداتي برېښنا کچه ۳۳۰۰میګاواټو ته ورسېږي.»

د برېښنا شرکت ویاند زیاتوي، له ترکمنستان او ازبکستان څخه د ۲زره میګاواټه وارداتي برېښنا د غځولو ترڅنګ د کاسا زر په نوم بله پروژه هم تر لاس لاندې ده.

کاسا زر له منځنۍ اسيا، سويلي اسيا ته د برېښنا لېږد پروژه ده چې د لومړي پړاو کارونه یې لا دمخه پیل شوي دي.

د توحیدي په وینا د کاسا زر پروژې د طرحې او ډيزاين له مخې د قرغزستان او تاجکستان برېښنا چې ټول‌ ټال ۱۳۰۰ميګاواټه کېږي، د افغانستان له لارې پاکستان ته انتقالېږي.

توحیدي وايي، د برېښنا د دې پروژې له درکه به افغانستان په دوامداره توګه ۵۰۰ ميګاواټه برېښنا او په کلنۍ کچه له ۴۷ تر ۷۰ميليونه ډالرو حق‌العبور ترلاسه کړي:

«اوس د بغلان په خواجه الوان دښته کې د برېښنا وېش لپاره لوی مرکز(برېښناکوټ) جوړوو. د دغه مرکز پر مټ به ۵۰۰ميګاواټه برېښنا د کورنۍ اړتيا لپاره بېله شي او پاتې نوره به یې پاکستان ته ولېږدي.»

کاسا زر په منځنۍ اسيا کې د برېښنا لېږد هغه لويه پروژه ده چې په ۲۰۰۵ميلادي کال کې یې د سيمه‌ييزو همکاريو په کنفرانس«ریکا» کې طرحه وښندل شوه.

د يادې پروژې ټولیز لګښت ۱،۱۷ميليارده ډالره اټکل شوی چې ۴.۴ميليونه به یې په افغانستان کې دننه ولګول شي. تر اوسه نړیوال بانک، امریکا، انګلستان او اسلامي پراختیايي بانک یې د تمویل او ملاتړ ژمنه کړې ده.

ټاکل شوې د کاسا زر پروژې چارې تر ۲۰۲۳میلادي کاله پورې بشپړې شي.

نوي بندونه

بل لور ته د اوبو او انرژۍ وزارت چارواکي د اوبو او برېښنا د تولید او ذخیره کولو د نویو بندونو د جوړولو خبره کوي.

چارواکي وايي، د نویو بندونو د جوړولو په طرحه کې لوی، متوسط او کوچني بندونه شامل دي.

د اوبو او انرژۍ وزارت د ابو د مدیریت کولو څانګې مشر انجنیر فرهاد نوروزي وايي، یاد وزارت ۳۴ ولایتونو کې شاوخوا ۵۰۰ لوی، متوسط او کوچني بندونه جوړوي چې یو شمېر یې د برېښنا د تولید ظرفیت هم لري:

«۳۰۰کوچني او متوسط بندونه د وچکالۍ مخنیوي په پار جوړېږي، بودجه یې هم چمتو ده او روان کال کې به یې کارونه پیل شي. په دې طرحه کې ۹لوی بندونه هم شامل دي او په اوسط ډول په هر بند تر ۵۰میلیونه ډالرو لګښت راځي.»

د نوروزي د معلوماتو له مخې دا ۹ لوی بندونه په فاریاب، سمنګان، فراه، پکتیا، ارزګان او کندهار ولایتونو کې جوړېږي او بودجه یې د اسیا پراختیايي بانک او مالیې وزارت له لوري ورکول کېږي.

سربېره پر دې د انرژۍ وزارت مسوولین وايي، ۹نور بندونه هم تر مطالعې لاندې دي، خو زیاتوي چې د دغو ټولو بندونو تر سروې او ډیزاین وروسته به روښانه شي چې د څومره میګاواته برېښنا د تولید ظرفیت لري.علاوه پر دې ښاغلی نوروزي زیاتوي، د فراه ولایت د بخش‌اباد بند ساختماني چارې او ډیزاین په بشپړېدو دی.  نوموړی همداراز وايي چې د کونړ بند د سروې او ډیزاین چارې هم تکمیل شوي او دا پروژه د تدارکاتو لاندې ده.

شریک کړئ

ورته مطالب