Post Image

ولسمشر غني د يوه لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د عمومي او امنیتي وضعیت د ارزونې په هدف نن سهار له کندهاره زابل ته ولاړ.

ولسمشر غني به د ملي اردو د ۲مي پلې لوا په مرکز کې له قومي مشرانو، ځوانانو، ښځو او محلي چارواکو سره جلا جلا ليدنې ولري.

نوموړی به په دې سفر په ترڅ کې په مرکز قلات کې يو شمېر پروژې هم پرانیزي.

ولسمشر د تېري چهارشنبې په ورځ کندهار ته په دوه ورځني سفر لاړ و او هلته يې د څو پروژو له له پرانیستي وروسته له خلکو سره جلا جلا ليدنې وکړې.

شریک کړئ

ورته مطالب