Post Image

د ننګرهار ولایت ځايي چارواکو ومنله چې په شیرزادو ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو پرمهال یو ملکي موټر په نښه شوی او سپرلۍ یې وژل شوې ده.

د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوګیاڼی وايي، په دغه پېښه کې د یوې ښځې او دوو ماشومانو په ګډون ټول ټال شپږ تنه وژل شوي دي.

خوگیاڼی زیاتوي، د جمعې په شپه په شیرزادو ولسوالۍ کې د وسله‌والو مخالفانو پر پټنځايونو تر هوايي بريدونو وروسته، د وسله‌والو مخالفانو په ګومان په یوه ملکي موټر هم برید شوی او سپرلۍ یې وژل شوې ده.

په ورته وخت کې خوګیاڼی وايي، د مخالفانو پر پټنځایونو د شویو عملیاتو په ترڅ کې ۱۰ تنه وسله‌وال هم وژل شوي دي.

د یادولو وړ ده چې د شیرزادو ولسوالۍ اوسېدونکو په پېښه کې د وژل شویو ماشومانو مړي د ننګرهار ولایت مقام ته د لېږدولو په نیت روان کړي وو، خو امنیتي ځواکونو یې په سره رود ولسوالۍ کې مخه نیولې وه.

شریک کړئ

ورته مطالب