Post Image

نن د افغانستان د ټولنیزو رسنیو په ګډون یو زیات شمېر رسنیو په هند کې د جنسي اړیکو په تور د دوو افغانانو د نیول کېدو په اړه معلومات او تبصرې خپرې کړې چې تر ډېره بریده پر افواهاتو او ناسمو معلوماتو ولاړې وې. دا افواهات له یوې خوا د شکمنو د شخصیت وژنې او ټولنیز وجدان د جراحت سبب شوي او له بلې خوا د دواړو د کورنیو او نږدې خپلوانو اندېښنې یې را پارولې دي.

أفغان رسنیو پرته له دې چې  د موضوع په اړه خپلې څېړنې وکړي او یا هم لږ تر لږه د هندي رسنیو د خبر د محتوا تحلیل او تجزیې ته پاملرنه وکړي، په یو اړخیز ډول  یې د نیول شوو کسانو شخصیت وژنې ته دوام ورکړ.

پدې اړه لومړی خبر د ګووا د ایالت په یوې سیمه ایزه رسنۍ کې خپور شو چې بیا وروسته د هند نامتو ورځپاڼې ټایمز آف اېنډیا پر خپله وېبپاڼه خپور کړ.

ټایمز آف اېنډیا د ګووا د ایالت د کلنګوت د سیمې د پولیسو د یو چارواکي نولاسکو رېپوسو د وینا پر اساس لیکلي چې د محمد اجمل هوډمن او محمد عمر آرین په نامه دوه تنه افغانان یې په داسې حال کې نیولي چې غوښتل یې له دوو ښځو سره جنسي اړیکې ټینګې کړي.

رېپوسو زیاته کړه چې دوی راپور ترلاسه کړی و چې د سنجيو په نوم يو دلال به د یکشنبې په ماښام دوې مېرمنې دوو نارينه وو ته د جنسي تندې د سړلو له پاره يوه هوټل ته راولي.  پوليس یاد هوټل تر څار لاندې نیولی و او بالاخره د شپې پر لسو بجو يادې مېرمنې هوټل ته راوستل شوې او پوليسو دا دوې ازبکستانۍ مېرمنې چې هره يوه یې ۲۷ او ۳۶ کلنه ده، د دوو افغانانو  محمد عمر آرين او محمد اجمل هوډمن سره ونيول او يادې ښځې یې وژغورلې.

خبر زیاتوي چې پوليسو د یوې څېړنېز بنسټ په حضور کې  له دواړو مېرمنو لومړني تحقیقات وکړل او وروسته یې د امن کور ته لېږدولې دي. خو یاد افغان متهمين یې د هند د جزا کوډ د ۳۷۰، ۳۷۰ (۳) د ښځو د قاچاق د جرم په تور ونيول چې اوس هم ورسره بندیان دي.

 

د پېښې حقوقي اړخ

۱-  یاد افغانان په هند کې د جنسي اړیکو په تور نه بلکې د فحاشۍ په موخه د ښځو د قاچاق په تور د پولیسو سره بندیان دي.

د هندوستان د اساسي قانون د شلمې مادې د دریمې فقرې په اساس؛ هیڅوک مجرم نه ګڼل کېږي تر څو چې د يوې باصلاحیتې محکمې له خوا پرې جرم ثابت شوی نه وي. د ۱۹۵۶ تعديل وایي؛ غير مشروع جنسي اړيکي یوازې په عامه ځايونو/عام محضر کې ممنوع او د قانون خلاف دي. همدا رنګه د هند د جزا کوډ ۳۷۷ ماده حکم کوي چې؛ يوه بد لمنه مېرمن نه شي کولای چې عامه ځایونو/عام محضر ته تر ۲۰۰ متره په کم واټن کې دنده / تن فروشي وکړي.

هوډمن او آرین د یاد هېواد د جزا د کوډ د ۳۷۰ مادې د احکامو پر اساس نیول شوي دي. ددې مادې له مخې جنسي تېری، د سېکس په موخه د مېرمنو قاچاق، اختطاف، له موقف څخه په استفاده جنسي اړيکي ټينګول او يا هم د پیسو په بدل کې د مېرمنو خرڅول هغه جرمونه دي چې یا له جرمه متضررین رسمي شکایت وکړي او یا هم د پولیسو لخوا لاس په لاس ونیول شي. پداسې حال کې چې دا پېښه په یو هوټل یعنې مخصوص ځای کې پېښه شوې ده. ددې ترڅنګ پدې قضیه کې نه مېرمنو شکایت کړی دی او نه هم پولیسو د پورتنیو جرمي مواردو پر مهال متهمین لاس په لاس نیولي دي.

د هندوستان د جزا کوډ ۳۷۰ مادې په اساس چې کوم تورونه پر ښاغلي هوډمن او آرين لګېدلي او خبرپاڼو د سېکس په موخه د مېرمنو د قاچاق موضوع ياده کړې نو قاچاق، جنسي تیری، اختطاف، له موقف څخه په استفاده جنسي اړيکي ټينګول يوازې د متضررینو د شکايت او یا هم عملاً باید د قاچاق او اختطاف پر مهال لاس په لاس ونیول شي. خو د خبر په اساس پوليس وایي چې دوی له وړاندې لا راپور درلود چې دوې مېرمنې د سېکس په موخه هوټل ته راوړل کېږي او د دوی د معلوماتو سره سم د شپې پر لس بجو دا دوې مېرمنې او دا دوه افغانان مخکې له دې چې له دوی سره جنسي اړیکه ټینګه کړي یا هم  دوی قاچاق يا اختطاف کړي، نیول کېږی او موضوع رسنيزه کېږي.

۲ -  د هندوستان د اساسي قانون د ۲۰ مادې د ۳ فقرې له مخې هيڅوک حق نه لري چې يو متهم  رسنيز کړي. یو شمېر کړیو چې پدې پېښه کې لاسونه لري د پولیسو په مرسته  دواړه متهمین د رسنیو پر وړاندې تشهیر کړل او ټوله کیسه یې د رسنیو سره شریکه کړه.

 

د پېښې سیاسي اړخ

دواړه نیول شوي کسان په افغانستان کې په داسې برخو کې کار کوي چې د زورواکو او مافیا په وړاندې اقدامات ترسره کوي. اجمل هوډمن په کابل کې مشهور مدافع وکیل دی او حقوقي مشورتي دفتر لري. هوډمن پدې وروستیو کې د لسګونو هغو متهمین دوسیې چې د غصب، قاچاق او حتا ترهګري فعالیتونو په تورونو نیول شوي تعقیبوي. حتا نوموړي د ملي امنیت اړوند څارنوالۍ سره نږدې همکاري درلودله. نوموړي څو څو ځله له مافیايي کړیو شکایت کړی و چې ورته یې د مرګ او اختطاف ګواښونه کول.  ددې تر څنګ عمر آرین د مخابراتو او معلوماتي ټېکنالوژۍ د داخلي تفتیش رئیس دی. پدې وزارت کې د فساد او درغلۍ کیسې دومره زیاتې دي چې د ټولنې پاملرنه یې هم جلب کړې ده. په تېره بیا د مخابراتي شرکتونو د مالیې په ډګر کې یو زیات شمېر کسان په فساد تورن شوي دي.

له بده مرغه په هند کې سلګونه داسې افغانان اوسېږي چې په افغانستان کې د مافیايي کړیو سره مخامخ اړیکې لري. د هند د پولیسو په تشکیلاتو کې ښکاره فساد او رشوت ته په پام سره دا کسان کولای شي چې په ډېرې اسانه توګه نابلده افغانانو ته ستونزې جوړې کړي.

تر اوسه پورې دواړو متهمینو ته له ځانه د دفاع او سپیناوي حق نه دی ورکړل شوی. ممکن دوی هم د پېښې پر هغو برخو رڼا واچوي چې موږ یې نشو لیدلی. ددې ترڅنګ په هند کې د افغانستان سفارت هم ممکن د خپلو اتباعو د سرنوشت په اړه پوښتنه وکړي.

په أفغانستان کې د رسنیو دا ډول چلند چې د هېڅ ډول رسنیزو اخلاقي ارزښتونو سره اړخ نه لګوي په خپل ذات کې د نقد وړ دی. د ژورو او هر اړخیزو څېړنو پرته ددې ډول حساسو موضوعاتو په اړه غیر مسئولانه خبرونه نه یواځې ټولنیز وجدان ټپي کوي بلکې د متهم شخصیت وژنې ته لار پرانیزي. دا ډول خبرونه ممکن په ټولنیزه مېډیا کې زیات لایکونه واخلي خو له بله پلوه په دودیزه افغاني ټولنه کې د متهم لپاره ددې بدل ډېر دروند دی.

شریک کړئ

ورته مطالب