Post Image

کرن خان د معاصرې پښتو موسیقۍ له مهمو استازو شمېرل کېږي. دا څو ورځې کېږي چې پر نوموړي باندې له دې امله اعتراض کېږي چې ولې یې د پاکستاني اسټبلېشمېنټ د حاکمیت د لا زیات مشروعیت لپاره سندره وویله. د کرن سندرې د ټولنې پر وړاندې د هنر او هنرمند د رسالت بحث هم را پورته کړی دی. شاید اصلي‌ پوښتنه دا وي‌ چې کرن خان د خپل هنرمند هویت سره د پاکستان او بیا د پښتونخوا او پښتنو پر وړاندې څه ډول مسئولیت لري؟

د ارنېست ګېلنر په وینا نېشلېزم تر هر څه وړاندې یو ډول سیاسي‌ احساس دی چې د هغو د انسانانو د هغې کتلې په مقابل کې رامنځته کېږي چې موږ ورته ملت وايو. یعنې نېشنلېزم د حاکم کلتور لخوا د داسې یو ډول مصنوعي احساس د رامنځته کولو هڅه ده چې په ټولنه کې خواره واره خلک یو بل سره ونښلوي. تر هغه پورې چې دا احساس ژوندی وي ملت یا نېشن هم ژوندی دی. ځکه خو حاکمه طبقه تل هڅه کوي‌ چې د هر ډول ابزارو په کارولو سره پرېنږدي چې دا احساس د خلکو په زړونو کې مړ شي.

موسیقي او په ټوله کې هنر د پورتنیو ابرزارو تر ټولو مهمه وسیله ده چې حاکمه طبقه ورته ځانګړې پاملرنه کوي.

ایټالوي مارکسیست لیکوال او تیوریسن انتونیو ګرامشي د لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته په ایټالیا او اروپا کې د کاپیټالیزم او فاشیزم د نظریاتو د حاکمیت پر مهال دې ته متوجه شو چې د حاکمې طبقې لخوا د یوې ټولنې د کنترول او اېل کولو لپاره یواځې د وسله‌وال پوځ، پولیسو، بیروکراسۍ او په ټوله کې د دولتي ځواک شتوالی کافي نه دی. ددې تر څنګ د هنر، ادبیاتو، موسیقۍ او نورو کلتوري ابزارو باندې د حاکمې طبقې د ایډیولوژۍ کنترول هم مهم دی تر څو پرته د ځواک د کارولو د اقتدار پر وړاندې د خلکو رضا حاصله کړي. ددې تر څنګ مدني ټولنه، د ښونځیو، مدرسو او پوهنتونونو په څېر ښوونیز بنسټونه او د راډیو، ټلوېزیون، سینما، موسیقۍ، ادبیاتو او چاپی رسنیو په څېر رسنیز او هنري بنسټونه یواځې او یواځې ددې لپاره جوړ شوي‌ دي‌ چې د حاکمې طبقې د ایډیولوژۍ د ترویج  لپاره کار وکړي او د اقتدار پر وړاندې د خلکو رضا حاصله کړي.

پدې وروستیو کې د پاکستان – هند ترمېنځ له رامنځته شوي کړکېچه دواړو هېوادونو په خپل کورني سیاست کې د پام وړ ګټه پورته کړه. په دواړو هېوادونو کې حاکم ذهنیت د اقتدار پر وړاندې د خلکو د رضا د حصول په موخه هغه احساس یو ځل بیا را وپارولو چې د نېشنلېزم په نامه خلک له یو بل سره نښلوي. ملي احساس، ملي غرور، ملي شان او شوکت، ملي سرود او ترانې او ورته نور هغه ابزار چې په سر کې یې د ملي کلمه راځي د نېشنلیستي احساس د بیا را ژوندي‌ کولو تر ټولو مهم وسایل دي. په هند کې د نرېندرا مودي نېشنلېست ګوند هیله لري چې پلوامه په برید کې د وژل شویو سرتېرو د وینې په بیه بیا ټاکنې وګټي خو په پاکستان کې بیا کیسه بل ډول ده.

د پاکستان په نامه د سیاسي‌ جغرافیې د اقتدار واک د نظامي اسټبلېشمنټ په لاس کې دی. د پاکستان – هند ترمېنځ د احتمالي‌ جګړې ګټه تر بل هر چا د پنجاب اسټبلېشمنټ ته رسېږي. د پښتون ژغورنې د غورځنګ  او بلوڅو بیلتونپالانو د عملي مبارزې تر څنګ په خپله په پنجاب کې هم د حاکمې ایډیولوژۍ مشروعیت تر پوښتنې لاندې راغلی دی. د سندودیش په محور کې د بېلتونپالو سندیانو غورځنګ او د مهاجر قومي مومېنټ په محور کې له هنده د راغلو مسلمانانو لخوا عملاً‌ د پنجاب اسټبلېشمنټ بقا ته خطر پېښ دی.

د پنجاب د اسټبلېشمنټ حاکمه ایډیولوژي‌ هڅه کوي‌ چې د خلکو ترمېنځ د خپل مشروعیت د بیا ژوندي‌ کولو په موخه د نېشنلېزم کارت ولوبوي. د ګرامشي د تیورۍ پر اساس هنر او موسیقي ددې بایللي مشروعیت د بېرته ترلاسه کولو لپاره تر ټولو اسانه او ارزانه لار ده.

کرن خان په پاکستان کې د همدې اسټبلېشمنټ د ایډیولوژۍ تر سیوري‌ لاندې اوسېږي او د ګرامشي له تیورۍ مستثنا نه دی. د کرن خان او سردار علي‌ ټکر په څېر د هر پښتون هنرمند هویت له پورتنۍ ایډیولوژۍ پرته د تعریف وړ نه دی. ځکه خو کرن خان هم مجبور دی چې د «دل دل پاکستان» نعره پورته کړي. ددې مجبوریت نوعیت، کمیت او کیفیت بیا جلا بحث دی.

پر کرن خان باید تر ټولو مهم اعتراض دا وي چې  ولې یې د ارواښاد صاحب شاه صابر هغه شعر چې ترې د سپېڅلې پښتونخوا بوی راځي، د پنجابي اسټبلېشمنټ په پښو کې قرباني کړ. کرن خان کولای شول چې دل دل پاکستان ته په خپله شعر ولیکي خو دا حق یې نه درلود چې د بل چا شعر تحریف کړي.

مناسبه به دا وي‌ چې د یوې سندرې سره د کرن خان هنري شخصیت دومره ونه ځپل شي چې د نوموړي پر راتلونکي هنري فعالیت باندې ناوړه اغېزه وکړي.  

شریک کړئ

ورته مطالب