Post Image

وروسته له هغې چې زلمی خلیلزاد د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لخوا ځانګړی استازی وټاکل شو، د افغان سولې منډې ترړې تر پخوا ګړندۍ شوې.

که څه هم د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په ټوله تېره کاري دوره کې د افغانستان د سولې لپاره هڅې له لومړي سره ګړندۍ وې، خو کله نه چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لخوا پخوانی امریکايي ډيپلومات زلمی خلیلزاد د افغانستان د سولې لپاره ځانګړی استازی وټاکل شو، دا هڅې د سیمې پر کچه نه بلکې د نړۍ په لر او بر کې د رسنیو سر ټکي شوې.

خو دا مهال د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب په واشنګټن کې د افغانستان په سفارت کې ویلي، له طالبانو سره د امریکا خبرې د سولې د ټینګښت لپاره سمه لار نه ده او دا به د افغانستان حکومت مشروعیت ته زیان ورسوي.

حمدالله محب ویلي، زلمي خلیلزاد د سولې په خبرو کې افغانستان حکومت څنډې ته کړی او ځان ته یې د واکمن موقف ورکړی دی.

ښاغلي محب زیاته کړې، داسې فکر یې کاوه چې خلیلزاد په خبرو کولو نه پوهیږي یا ممکن د ده کار کوم بل علت ولري.

بلخوا ځینو لویدیځو رسنیو هم د زلمي خلیلزاد په هڅو پورې تړلې پوښتنې راولاړې کړي چې له امله یې په امریکا کې دننه خلک نه پوهیږي چې د وسله‌والو طالبانو او امریکا ترمنځ په څه خبرې روانې دي؟

په ورته مهال ولسمشر ټرمپ هم پرون د افغانستان په تړاو د خپل ملي امنیت ډلې سره یوه ساعته سري یا پټه غونډه درلوده. دا غونډه یوه ورځ وروسته له هغه جوړه شوه چې حمدالله محب په څرګنده شکایت وکړ چې له طالبانو سره د خبرو اترو په تړاو او د افغانستان حکومت ته کافي مالومات نه ورکول کیږي. دا غونډه د پنټاګون په یوه خوندي خونه کې چې "ټانک" نومیږي، د مرستیال ولسمشر مایک پنس، د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو او د سي‌آې‌اې مشره جینا هسپیل، د ملي امینت سلاکار جان بولټن او ځینو نورو امنیتي چارواکو په ګډون جوړه شوې وه.

نوموړي وړاندې ویلي، کوم څه چې خلیلزاد یې کوي د داسې معاملې سبب نه شي کېدای چې په پایله کې یې په افغانستان کې سوله راشي.

ښاغلي خلیلزاد تر اوسه د افغانستان د سولې په موخه د سیمې پر ګډون ځینو اروپایي هیوادونو ته هم سفرونه کړي او هلته یې د سولې په تړاو لیدنې، کتنې کړي.

د نوموړي ټولو لیدنو جزیات که څه هم رسنیو او د افغانستان حکومت سره سم نه شریک کیدل، خو رسنیو داسې راپورونه ورکول چې زلمی خلیلزاد له وسله‌والو طالبانو سره پر موقت حکومت خبرې روانې کړي دي.

خو ښاغلي خلیلزاد یاد راپورونه ګنګوسې بللې او زیاته یې کړې وه چې وسله‌والو طالبانو سره د موقت حکومت په اړه هېڅ نوع خبرې نه دي شوي.

د وسله‌والو طالبانو او امریکایي استازو ترمنځ د پنځم پړاو خبرې د دوو اونیو ځنډ وروسته، تېره چهارشنبه ناوخته له کومې هوکړې لاسلیک پرته پای ته ورسېدې.

د راپورونو له مخې یادې خبرې د تېر په پرتله پیچلې او مهمې وې نو ځکه یې ډېر وخت واخیست.

د قطر په وروستیو خبرو کې طالبانو او امریکایي استازو له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو او له دې هېواد څخه نورو ته د ګواښ نه پېښېدو د مخنیوي په برخه کې هوکړې ته رسېدلي وو.

همداراز راپورونو له مخې طالبان به امریکا سره تر هوکړې وروسته د افغانستان له حکومت سره د سولې په پروسې او اوربند خبرې پیلوي.

خو د دومره اوږدو خبرو جزیات بیا هم د تېر په شان پټ پاتې شول چې یادو جزیاتو د افغانستان حکومت، لویدیځ رسنیو په ګډون د امریکا دننه خلک په مشکوک حالت کې اچولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ښاغلي خلیلزاد دنده بین الافغاني خبرو ته زمینه مساعده ول دي، نه د افغان سولې په هر اړخ معامله کول.

دې ته په کتو پرون (د کب ۲۶مه ۱۳۹۷) انسان نیوز ډېسک د یوې موثقې سرچینې له قوله داسې راپورونه خپاره کړل چې ګواکې زلمی خلیلزاد له طالبانو سره د پټو لیدو کتو په موخه اسلام آباد ته تللی و.

د سرچینې په قول چې د ښاغلي خلیلزاد د یاد پټ سفر جزییات او له طالب مشرانو او پاکستاني چارواکو سره د لیدو کتو په باب هېڅ ډول مالومات د افغانستان له حکومت سره نه دي شریک شوي. د یاد خبر په حواله زیاتیږي چې د خلیلزاد په غوښتنه له اسلام آباد څخه قطر ته د طالب مشرانو انتقال شوی دی، مګر په تړاو یې سپیناوی نه دی ورکړل شوی.

شریک کړئ

ورته مطالب