Post Image

د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي، د نوماندانو په لومړني نوملړ کې د ټولو کاندیدانو نومونه راغلي او کوم کس ترې نه دی ایستل شوی.

د ټاکنو کمېسیون ویلي، دا لومړی لېست دی او تر دې وروسته به د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ارزونې کوي، ممکن څوک په کوم نوماند اعتراض ولري او له هغې وروسته به وروستی لیست اعلان شي.

خو د بهرنیو چارو وزارت وایي، د ټاکنو کمېسیون تر اوسه د نوماندانو په اړه لازم سندونه، صلاحیت لیکونه او د پاسپورت کاپي د دوی په واک کې نه دي ورکړي تر څو یې له مخې د تابیعت او نورو مالوماتو په اړه پوښتنه وشي.

بل لور ته د رڼو ټاکنو بنسټ یا ټیفا وایي، د دوی موندنې ښیي چې اوسني وضعیت د ټاکنو کمېسیون پر کړنو هم اغېز کړی دی.

په ورته مهال د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ یا فیفا هم ویلي، د ټاکنو کمېسیون د هغو نوماندانو د نومونو د ایستلو وس نلري چې بهرني تابیعت ولري.

د ټاکنو قانون له مخې هر هغه نوماند چې د بل هېواد تابیعت ولري ځان نشي نوماند کولای.

د ولسمشریزو راتلونکو ټاکنو ته د ولسمشر غني په ګډون اتلسو کسانو ځانونه نوماند کړي دي.

دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب

ځانګړي راپورونه

د ناکامورا میراث؛ درې لسیزې بشرپالنه