Post Image

په داسې حال کې چې په تېرو ولسي جرګې ټاکنو کې د درغليو په اړه نېوکې اوس موجودې دي او آن د يو شمېر ولايتونو پايلې لا تر اوسه هم نه دي اعلان شوي. له دې ټولو سره سره ولسمشر غني د دوو بېلابېلو فرمانونو په صادرولو سره ټاکنيزو کمېسيونونه ته نوي غړي ور معرفي کړل.

ولسمشر غني د دوشنبې په ورځ د ټاکنيزو کمېسيونونو لپاره د نويو معرفي شويو کميشنرانو د تحليف مراسمو پر مهال وويل، د ولسي جرګې په تېرو ټاکنو کې د نيمګړتياوو له کبله ورته جوته شوې چې پر ټاکنيزو کمېسيونونو سربېره بايد د ټاکنو په قانون کې هم تغيرات رامنځته شي.

ولسمشر زياته کړه چې د نويو اصلاحاتو په اساس به راتلونکې ولسمشريزې، ولايتي شورا او د ولسواليو شوراګانو ټاکنې په ښه توګه ترسره شي.

نوموړي په دې اړه زياته کړه:

«په تېرو پارلماني ټاکنو کې چې کومې ستونزې رامنځته شوې، د بيا نه تکرار لپاره اړتيا شوه چې په کمېسيونونو کې د اصلاحاتو ترڅنګ د ټاکنو په قانون کې هم تغير راشي. له نوي قانون سره سم اړينه وه چې کميشنران او د درالاانشاء رئيسان هم وټاکل شي. دوی د ګوندونو، اړونده مدني بنسټونه او په ټوله کې له افغان ولس استازولي کوي.»

په تېرو پارلماني ټاکنو کې د ځينو سياسي ګوندونو، خوځښتونو او شمېر هغو نوماندان نيوکې چې په لومړنيو پايلو ناکام اعلان شوي وو له دې کبله وې چې ښيي دواړه ټاکنيز کمېسيونونه د حکومت په اشاره او لارښوونه عمل کوي.

اوس ولسمشر غني وايي، د نويو کميشنرانو په ګمارنې سره چې د ولسمشريزو ټاکنو د ټولو نوماندانو په توافق او اراده ټاکل شوي، د دې پلمه ختمه شوې چې کمېسيونونه په يوه او يا لورې پورې تړلي دي.

نوموړی ټينګار کوي چې په راتلونکو ټاکنو کې هيڅ ډول مداخله ورته د منلو نه ده او په خبره يې، د تقلب په صورت کې به له مسوولينو سره قانوني چلند کېږي.

په همدې حال کې ولسمشر غني نويو کميشرانو ته سپارښتنه وکړه چې پر ټاکنو د خلکو باور جلبولو ته تر هر څه زيات لومړيتوب ورکړي.

غني په دې اړه وویل:

«د دندې پر مهال د تقلب او له دندې د ناوړه استفادې په صورت کې به د جرا له قانون سره سم مجازات کېږئ. په دې اساس مو خپل لومړيتوبه واضيح کړئ. خو د پر راتلونکو ټاکنو کې د خلکو باور بيا جلبول مو بايد په لومړيتوبونو کې وي.»

په ورته مهال اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله ټينګار وکړ چې د دواړو ټاکنيزو کمېسيونونو لپاره نوي ګمارل شوي کميشنران دې په کامله همغږۍ راتلونکي ټاکنې په ښه او رڼه توګه ترسره کړي.

د تېرې فبروۍ مياشتې په وروستيو کې د ټاکنو په قانون کې له تعديلاتو سره سم حکومت له سياسي ګوندونو او په ټاکنو کې له فعالو مدني بنسټونو څخه وغوښتل چې ټاکنيزو کمېسيونونو ته د نوماند کميشنرانو په توګه خپل استازي ور معرفي کړي.

د يادې پروسې له تکميليدو سره سم د ۸۱ کسانو له ډلې ۱۴ تنه وتوانيدل چې د کميشنرانو توګه د ولسمشريزو ټاکنو له نوماندانو زياتې رايې ترلاسه کړي.

دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب

ځانګړي راپورونه

د ناکامورا میراث؛ درې لسیزې بشرپالنه