Post Image

د سولې مشورتي لویه جرګه په کور کې دننه د بې شمېره سیاسي مخالفتونو او تحریمونو سره سره دایره شوه او تر اوسه پورې بریالۍ روانه ده. د هېواد له ګوډ ګوډه نږدې ۳۲۰۰ تنه سره راټول شوي تر څو له طالبانو سره د سولې پر حدودو او څرنګوالي بحث وکړي او پدې اړه دولت ته لازمې لارښوونې وکړي. زه دلته د سولې د مشورتي لویې جرګې پر محتوا، احتمالي پایلو، بریالیتوب او یا هم ناکامۍ په اړه بحث نه کوم. ددې لیکنې اصلي موضوع دا ده چې په افغانستان کې د لویې جرګې کانسپټ د یو سیاسي – کلتوري بنسټ په توګه د ملت جوړونې په پروسه کې څه ډول رول لري؟ جرګې که څه هم په ټولنیز او کلتوري ډګر کې لرغونی تاریخ لري او د پښتنو د ورځني ژوند یوه برخه ده خو په سیاسي ډګر کې د کندهار د شیر سرخ په جرګه کې د لومړي ځل لپاره د مدرن افغانستان بنسټ کېښودل شو او جرګه مارو احمد شاه بابا ته د دولت جوړولو صلاحیت او مسئولیت وسپارلو. پدې معنا چې که چېرې په افغانستان کې د دولت جوړونې بحث مطرح کېږي نو د جرګې رول باید له پامه و نه غورځول شي. په دویم پړاو کې د ملت جوړونې په پروسه کې د جرګې په رول هم باید بحث وشي.

ددې لیکنې ادعا دا ده چې د سولې اوسنۍ مشورتي لویه جرګه د نسلي تغیر په محور کې په ۲۱مه پېړۍ کې د ملت جوړونې د پروسې یو کانسپټ، بېلګه او ابتدايي پیل دی چې په راتلونکې کې ممکن نورو بېلګو، اساساتو او پیلونو ته لار پرانیزي.

 

څو پوښتنې، یو ځواب

ملت څوک دی؟ استازی یې څوک دی؟ د ملت د استازي د مشروعیت سرچینه څه ده؟ د کوم میکانیزم له لارې دا استازی ټاکل کېږي؟ او ورته نورې پوښتنې کیدای شي پدې بحث کې موږ سره مرسته وکړي تر څو منطقي تسلسل رامنځته او یوې ځانګړې پایلې ته ورسېږو. د ملت جوړونې دوه مهم تیوریسنان ارنېست ګېلنر او بېنېډېکټ انډرسن پدې باور دي چې ملتونه اختراع شوې پدېدې دي او تاریخي پس منظر نه لري. تاریخ یې له ۱۸مې پېړۍ په درشل کې له اروپا پیلېږي. پدې معنا چې لومړی د نشلنېزم یا ملتپالنې په نامه یوه ایډیولوژي  رامنځته شوې او بیا ددې ایډیولوۍ د عملي کولو لپاره ملتونه اختراع شوي دي.  ځکه خو دې پروسې ته د «ملت جوړونې» بهیر ویل کېږي. پدې اساس  مثلاً د ګېلنر لپاره د ملت تعریف ممکن دا وي چې په یوې جغرافیوي محدوده کې د اوسېدونکو پرګنو مجموعه چې د مرکزي بېروکراسۍ، حاکمو کلتوري کوډونو چې سیاسي مشروعیت رامنځته  کړي، منفرد او سراسري ښونیز سیستم، ژبنیز سټندرد او ورته نورو ځانګړتیاو برخمن وي، ملت بلل کېږي. انډرسن بیا ددې ټولو ځانګړتیاو په نظر کې نیولو سره دې پروسې ته «خیالي جمعیتونه» وايي. پدې معنا چې د ملت په نامه داسې څه نشته چې خارجي وجود ولري. یعنې خلک یا پرګنې حقیقي دي او خارجي وجود لري خو ملتونه خیالي دي چې په اروپا کې د کاپیټالېزم د بري سره سم اختراع شوي دي. دا تعریفونه د لوېدیځې اروپا او شمالي امریکا لپاره صدق کوي. آسیايي هېوادونو لکه ترکیې، مصر، جاپان، کوریا او بیا وروسته پاکستان او هند له دوی تقلید کړی. په افغانستان کې شاه امان الله هم ورته هڅه وکړه چې د بېلابېلو دلایلو له امله بریالی نشو. البته پورتني تعریفونه د شلمې پېړۍ د سیاسي تفکر محصولات دي. په ۲۱مه پېړۍ کې د ملت تر ټولو ساده او ټولفهمه تعریف کیدای شي  دا وي چې په یو هېواد کې چې ټول وګړي یې له مشترک تقدیر او راتلونکې برخمن وي، ملت دی.

په افغانستان کې د ملت جوړونې د پروسې تیوریک تکامل نور اړخونه هم لري‌ چې ددې لیکنې موضوع نه ده خو په ټوله کې لږ تر لږه د وروستي تعریف پر اساس کولای شو چې د «افغان ملت» د شتوالي ادعا وکړو. لکه پورته چې یادونه وشوه ملت نوې یا مدرنه پدیده ده. ځکه خو د استازو د ټاکنې میکانیزم یې هم باید مدرن او معاصر وي. ددې میکانیزم نچوړ ټاکنې دي. دا که ګوندي ټاکنې وي، که پارلماني ټاکنې وي، که ولسمشریزې، که د ولایتي او ولسواليو د شوراګانو ټاکنې وي او که بلاخره د سولې د مشورتي لویې جرګې لپاره ټاکنې وي،  ټول په تیوریک لحاظ د ملت استازیتوب کوي. ځکه د واک مشروعیت د ملت د ارادې پورې اړه لري او یواځې ټاکل شوي استازي حق لري چې د ملت د ارادې استازیتوب وکړي.

 

د ملت استازي څوک دي؟

په افغانستان کې تر ۲۰۰۱م راهیسې په مدرنه معنا د ملت جوړونې د پروسې پر وړاندې تر ټولو لوی خنډ د سړې جګړې هغه پاتې شوني محصولات دي چې د بېلابېلو عواملو له امله تر اوسه پورې پدې نه دي توانېدلي چې خپل فکرونه د ۲۱مې پېړۍ د شرایطو سره سم عیار کړي. قومي او دیني مشران، جهادي رهبران، د فیوډالېزم په محور کې د زر او زور خاوندان هېڅکله د ملت استازیتوب نشي کولای. ځکه دوی د ټاکنو له لارې د ملت د ارادې د تمثیل مشروعیت نه لري. دلته مهمه پوښتنه ممکن دا وي‌ چې که د سولې د مشورتي لویې جرګې غړي‌ د ملت استازي وي، دوی څوک دي او د چا په استازیتوب دا جرګه تحریموي. د دوی ډېری برخه د خپل استازیتوب مشروعیت له فیوډالېزم اخلي او په ۲۱مه پېړۍ کې فیوډالېزم نور له منځه تللی. ځکه خو د سولې د مشورتي لویې جرګې د تحریمولو مشروعیت دوی نه لري. د تورسن په ګډون د ولسمشریزو ټاکنو د ۱۲ تحریمونکو نوماندو استدلال دا دی چې د نوماندۍ لپاره یې د ۱۰۰ زره کسانو تذکرې ثبت کړې دي. پدې اساس دوی یواځې حق لري چې د هماغو ۱۰۰ زره کسانو په استازیتوب خبرې وکړي چې تذکرې یې ورته ورکړي دي، نه د ملت په استازیتوب.

د سولې د مشورتي‌ لویې جرګې ماهیتي بریالیتوب په عمل کې د ملت جوړونې د پروسې یو ډول تمرین و چې د سړې جګړې د پاتې شونو د تحریم سره سره دایره شوه. پدې لړ کې د استاد سیاف په څېر یو شمېر پخوانیو سیاستوالو دا درک کړې ده چې نور باید سیاسي چارې نوي نسل ته پرېښودل شي خو یو زیات شمېر نورو چې په جرګه کې یې له ګډون ډډه وکړه، اوس هم دا درک نه لري چې په نوي افغانستان کې د استازیتوب معیارونه نور بدل دي او  د دوی تاریخ تېر شوی دی. دلته د نسلي بدلون مسئله مطرح کېږي.

د ۲۰۰۱م کال راهیسې د نوي نسل او زوړ نسل ترمېنځ د قدرت پر سر د تقابل او کشمکش لړۍ پیل شوې ده. تر ۲۰۱۴م کال وړاندې زوړ نسل پیاوړی و خو اوسمهال د تلې پله د نوي نسل په ګټه درندېږي. د نوي نسل څخه زما تعبیر یواځې ځوانان یا ښځې یا لوستی قشر نه دی. نوی نسل د هغو نا اورېدل شویو پرګنو د آواز استازی دی چې پخوا به یې قومي او ديني مشرانو، جهادي رهبرانو، زور واکانو او په ټوله کې مافیا کولو. دوی ددې پر ځای چې د نا اورېدل شویو د آواز استازیتوب وکړي، د خپلو شخصي ګټو لپاره یې کار کولو. دا تقابل او کشمکش په ټولنیزه او حکومتي‌ سطحه احساس کېدلو خو د سولې مشورتي‌ لویې جرګې ددې زمینه برابره کړه چې په سیاسي‌ او ملي سطحه مطرح شي. د ملت جوړونې په بحث کې د نسلي تغیر مسئله ځکه مهمه ده چې د ملت د استازیتوب صلاحیت له یو نسله اخیستل کېږي او بل نسل ته سپارل کېږي. دا پروسه به اوږدمهالې، ستونزمنه، له خنډونو ډکه او بطي وي خو که سمه مدیریت شي‌ نو د نوي‌ افغانستان لپاره د روښانه راتلونکې ښه زیری دی.

شریک کړئ

ورته مطالب