Post Image

د افغانستان ولسمشر دویم مرستیال وایي، ټاکنیزو کمېسیونونو د خلکو او حکومت حیثیت او اعتبار تر پوښتنې لاندې راوستی او د خلکو له حقونو سره یې جفا پیل کړې ده.

محمد سرور دانش چې د حقوقي مرستو د ملي کنګرې په غونډه کې خبرې کولې ویلي چې له دریو میاشتو تېرېدو وروسته هم ټاکنیز کمېسیونونه د ټولو پایلو په اعلانېدو نه دي توانېدلي.

ښاغلي دانش زیاته کړې:

«ټاکنیز کمېسیونونه باید پوه شي چې د خلکو د صبر کاسه ډکه شوې ده، او تر دې زیات نشي کولای د کمېسیونونوو کمزورۍ وزغمي».

دانش ويلي، د ملي یووالي حکومت مکلف دی چې د خلکو د حقوقو د پایمالېدو د مخنیوي په هدف په دې برخه کې هر اړخیز اصلاحات تر سره کړي.

نوموړي زیاته کړې که چیرې په دې اړه اقدامات تر سره نشي د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو پایلې به تر تېرو پارلماني ټاکنو بترې وي.

د افغان ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش داسې مهال ټاکنیز کمېسیونونه په خپلو دندو کې په پاتې راتلو تورنوي چې د ټاکنو کمېسیون له تېرو څه کم درې میاشتو تېرېدو وروسته لا هم د تېرو ټاکنو ټولې لومړنۍ پایلې نه دي‌ اعلان کړي.

د افغانستان د ولسي جرګې تېرې ټاکنې د میزان میاشتې پر ۲۸مه او ۲۹ نېټه تر سره شوې چې له پراخو درغلیو او لاسوهنو سره ملې وې.

که څه هم د انتخاباتو خپلواک کمېسیون په دغه بهیر کې د دغه کمېسیون د غړو لاسوهنه ردوي، خو له دې وړاندې د افغانستان له انتخاباتو د څار يو شمېر بنسټونو د انتخاباتو خپلواک کمېسیون په انتخاباتي درغلیو او قانون ماتونې تورن کړی دی.

بلخوا د افغانستان حکومت یو شمېر سرچینو رسنیو ته ویلي چې د ولسی جرګې د ټاکنو د وروستیو پایلو تر اعلان وروسته به د ټاکنو خپلواک کمېسیون اوسني برحاله کمېشنران له دندو لري شي.

سرچینې ویلي، افغانستان حکومت او نړیواله ټولنه دې پرېکړې ته رسېدلې چې د چنګاښ ۲۹ مې نېټې د ولسمشریزو ټاکنو مدیریت نوي کمېشنران وکړي.

د افغانستان حکومت سرچینو ویلي، د ټاکنو کمېسیون په رهبرۍ کې د یو لړ اصلاحاتو په راوستو سره ښایې د ټاکنو کمېسیون رهبري بدله شي.

خو د ټاکنو کمېسیون په دې اړه خبرې کول د کمېشنرانو د غوراوي کمېټې صلاحیت بولي.

ها خوا په کابل کې د امریکا سفارت هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د افغانستان په ټاکنیزو بنسټونو کې جدي اصلاحاتو راوستلو ته اړتیا ده.

په دغه خبرپانه کې راغلي:

«دا په افغانانو پورې اړه لري چې خپل مشران وټاکي او دوی مستحق دي چې د انتخاباتو یوه وړتیا لرونکې اداره ولري او داسې کارپوه کسان په کې وي چې د انتخاباتو پر پروسه د خلکو باور بېرته تر لاسه کړي».

په کابل کې د امریکا د سفارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د ولسي جرګې په انتخاباتو کې تخنیکي ستونزې او تېروتنې موجودې وې.

دا په داسي حال کې ده چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون اوسنۍ رهبرۍ د راتلونکي لمریز کال د سرطان ۲۹مه د ولسمشریزو ټاکنو د نېټې په توګه اعلان کړې ده.

دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب

ځانګړي راپورونه

د ناکامورا میراث؛ درې لسیزې بشرپالنه