Post Image

پرون د انګلستان او امریکا دوو نامتو ورځپاڼو ګارډین او وال سټریټ ژونال د هغه کتاب په حواله ادعا وکړه چې د امریکا او افغانستان د استخباراتي ادارو د بیانونو برخلاف د طالبانو پخوانی مشر ملا محمد عمر د ۲۰۰۱ راهیسې د ژوند تر پایه پورې پاکستان ته نه دی تللی او زابل ولایت په مربوطاتو کې د امریکايي‌ هډې په څو سوه مترۍ کې مړ او بیا همالته دفن شوی دی.

پدې لیکنه ځینو هغو حقایقو، تناقضاتو او ناویلو کیسو ته اشاره کېږي چې پر اساس یې دا کتاب لیکل شوی دی. ددې تر څنګ د کتاب د چاپ د زمانی تصادف تر شا د لیکوالۍ د بزنس موضوع ته هم اشاره شوې ده چې د یو مصرفي توکي په توګه د کتاب لیکواله تر پوښتنې لاندې راوړي.

دا کتاب د هالنډۍ ژورنالېستې، لیکوالې او د پوهنتون د استادې بېټي ډام په قلم لیکل شوی. ډام د یوې اوږدې مودې لپاره په افغانستان کې پاتې شوې او دلته یې ژونالیستیکي فعالیتونه کړي دي. ډام تر دې وړاندې د حامد کرزي د اقتدار د لومړنیو شپو په اړه هم یو کتاب لیکلی چې «یو سړی، یو موټر سایکل؛ حامد کرزی څه ډول قدرت ته ورسېد؟» نومېږي.

ډام خپل دویم کتاب په هالنډۍ ژبه تېره میاشت یعنې د ۲۰۱۹م کال په فبرورۍ کې چاپ کړ. دا کتاب «د دښمن په لټه کې» نومېږي چې د ملا عمر د ژوند او وروستیو کلونو کیسه یې په کې کړې ده. ډام پدې کتاب کې ادعا کوي چې ملا عمر هېڅکله پاکستان ته نه دی تللی او د ژوند تر پایه د زابل ولایت په مربوطاتو کې په یو کور کې پټ اوسېدلی دی. بېټي ډام د خپل کتاب په اړه د «زومیا» په نامه فکري بنسټ یا تېنک تانک چې په امریکا کې فعالیت لري او د اریزونا د پوهنتون پورې اړه لري، په انګلیسي ژبه یوه ۲۰ مخیزه مقاله لیکلې‌ ده چې په کې د خپل کتاب نچوړ یې بیان کړی دی.

بېټي ډام ټینګار کوي چې د تېرو پینځو کلونو راهیسې هڅه کوي چې د ملا عمر د ژوند پر پټو رازونو ځان خبره کړي. د کتاب ټوله منځپانګه د طالب مشرانو په ګډون د افغان دولت د یو شمېر سیاستوالو او امریکايي چارواکو پر ویناګانو ولاړه ده. یعنې دا کتاب د هغو مرکو پر اساس لیکل شوی چې ډام د خلکو سره کړې دي. ددې مرکو تر ټولو کلیدي شخص بیا د عبد الجبار عمري‌ په نامه یو شخص دی چې د ډام په وینا د ۲۰۱۸م کال د ډسمبر په میاشت کې یې ورسره ولیدل.

کلیدي شخص عبدالجبار عمري

عبدالجبار عمري  چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په شمال کې والي و، بیا وروسته د ملا عمر تر ټولو نږدې ساتونکی پاتې شوی دی. ډام بلاخره پدې توانېدلې ده چې په تېر ډسمبر له نوموړي سره خبرې وکړي. تر ټولو جالبه یې لا دا ده چې عبدالجبار عمري په ۲۰۱۷م کال کې د ملي امنیت لخوا نیول شوی او اوسمهال په کابل کې ددې ادارې سره بندي دی. عمري په زندان کې بېټي ډام ته د ملا عمر د مخفیګاه کیسه کړې ده. دا پدې معنا چې د افغانستان ملي امنیت لا پخوا د عمري په کیسې خبر او ممکن ددې کیسې د صحت او سقم لپاره یې یو لړ اقدامات کړې وي. دا چې ملي امنیت څه ډول پایلې ته رسېدلی دی، پدې اړه کره جزییات نشته دی.

که څه هم  بېټي ډام له ملا آغاجان معتصم نیولې تر ملا عبدالسلام راکټي  او امیر محمد آغا پورې د وخت د ټولو طالب مشرانو سره خبرې کړې دي خو ټول کتاب یې د همدې عبدالجبار عمري په نامه د شخص د څرګندونو پر اساس لیکلی دی. عمري تر ډېره بریده د ملا عمر شیفته شخص معرفي‌ شوی. حتا فکر کوي چې ملا عمر په پټنځای کې د ولي الله درجې ته هم لوړ شوی و. د عمري‌ په وینا ملا عمر یو زوړ نوکیا ټېلفون درلود چې سیمکارت په کې نه و او ده به یواځې پکې په خپل غږ قرآن کریم ثبتولو او بیا یې اورېدلو. ملا عمر دومره مخته تللی و چې ماته ګوډه عربي یې زده کړې وه او کله ناکله به یې ده سره په عربي خبرې کولې. خو په بل ځای کې وايي چې هغه مناسب پښتو لیک لوست هم نه و زده. ځکه خو یې ځانله ځانګړی پښتو لیکدود جوړ کړی و.

د عمري څرګندونې له تناقضاتو ډکې دي او بېټي ډام پرته له دې چې دې تناقضاتو ته پاملرنه وکړي، کټ مټ یې د هغه روایت را اخیستی دی.

د ارګ اعلامیه

د ملا عمر د مړینې د ځای په اړه لږ تر لږه د افغانستان او امریکا د متحدو ایالتونو چارواکو ته د ځواب حق هم مطرح کېږي. ددې قضیې نور احتمالي ځواب ورکوونکي بیا پخپله طالبان او د پاکستان حکومت دی. داسې اټکل کېږي چې لږ تر لږه طالبان ممکن دا کیسه تایید کړي. که څه هم د ملا عمر په اړه د دوی د تېرو څرګندونو سره به په تناقض کې وي.

افغانستان لومړنی اړخ و چې سمدستي یې خپل دریځ څرګند کړ. د ارګ ویاند هارون چخانسوري په خپل ټویټر حساب کې لیکلي چې افغان دولت کافي اسناد او شواهد لري‌ چې ملا عمر په پاکستان کې مړ شوی دی. چخانسوري همدا راز دا ادعا غولوونکې وبلله او زیاته یې کړه چې دا د طالبانو او د هغوی د بهرنیو حامیانو لپاره د هویت جوړونې یوه هڅه ده.

له پورتنۍ اعلامیې داسې ښکاري چې افغان دولت لږ تر لږه پدې خبر دی چې ملا عمر چېرې و. ځکه د تېرو دوو کلونو راهیسې ورسره عبدالجبار عمري بندي دی. هغه کس چې بېټي ډام یې د څرګندونو پر اساس کتاب لیکلی.

د کتاب لیکنې بزنس

په لوېدیځ کې لیکوالي د پیسو پیدا کولو یو مهم مدرک دی. د کتاب لیکنې په بزنس کې یواځې د لیکوال یا ژباړن مسئله مطرح نه ده. تر ټولو مهمه مسئله په کې د ناشرې ادارې رول دی چې له بازارموندې نیولې تر خرڅلاو پورې یو زیات شمېر نور شرکتونه هم داخلوي. دا ځنځیري سکتور حتا د مشهورو ژورنالېستانو، ورځپاڼو، مهمو ټولنیزو شخصیتونو، ادارو او ورته نورو بنسټونو پورې د مصرفي ټولنې ټولو اقشارو ته غځېږي. مثلاً د کتاب پلورلو ځنځیري مارکېټونه د «بېسټ سېلرز» په نامه د کتابونو ځانګړې برخه لري او له لوستونکو غوښتل کېږي‌ چې لومړی دا کتابونه وپېري. حتا د وال سټریټ ژورنال او نیویارک ټایمز په څېر مشهورې ورځپاڼې هم د چاپ شوو کتابونو د پروموشن په برخه کې ځانګړی تجارتي‌ رول لوبوي. دوی د کتابونو د «بېسټ سېلرز» ځانګړي لېستونه لري. دا چې کوم کتاب باید پدې لېست کې شامل شي، دا کاملاً تجارتي پروسه ده چې څو سکتورونه په کې نقش لري.

اوس پوښتنه دلته ده چې د ملا عمر د ژوند په اړه کتاب ولې اوس بازار ته عرضه کېږي؟ د طالبانو سره د سولې د مذاکراتو بهیر ته که وکتل شي، د نړۍ د عامه افکارو اجندا فوق العاده دې ته مساعده ده چې د ملا عمر د ژوند په اړه پر کتاب پېسې ورکړي. لږ تر لږه دې مسئلې ته باید له دې زاویې هم وکتل شي.

شریک کړئ

ورته مطالب