Post Image

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون په خپلو وروستو څرکندونو کې د سیاسي احزابو غوښتنې فرمایشي بللي

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون کمېشنر او ویاند سید حفیظ الله هاشمي ویلي:

 "کمېسیون به هیڅکله د قانون نه وراخوا یو قدم هم وانخلي، موږ ته په قانون کې هرڅه واضح شوي دي، نه د چا په فرمایش کار کوو او نه هم د چا په مشورې، بلکې ټولې چارې به مو د قانون له مخې مخ ته ځي."

که څه هم د انتخاباتو خپلواک کمېسیون په د ټاکنو کې د قانون خبره کوي خو ځینې سیاسي احزاب بیا دا خبرې رد وي

د حزاب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار پرون سه شنبه د جولای په ۱۷ مه د سیاسي احزابو په نمایندګۍ خبریالانو ته په یوې ناسته کې پر انتخاباتو خپلواک کمېسیون نیوکه کړې چې یوازې ۳،۶ میلیونه کسانو د رایې اچونې لپاره نوم لیکنه کړې او دوی دا شمیرنه ۹ میلیونه ښایي.

د ښاغلي حکمتیار په وینا دوی له حکومت سره تقابل نه غواړي خو که غوښتنې یې و نه منل شي لارو او کوڅو ته به راووځي او ان د انتخابا تو کمېسیونونو دروازې به ور وتړي.

نوموړي زیاته کړه:

"موږ تاوتریخوالی، تصادم او تقابل نه غواړو خو موږ دې څوک نه مجبوروي، که څوک هڅه وکړي چې سیاسي احزاب حذف کړي طبعي ده چې موږ به غبرګون ولرو، که څوک وغواړي چې له درغلیو ډک انتخابات ترسره کړي سیاسي ګوندونه او خلک به غبرګون وښيي، سړکونو ته راوتل یو بدیل او د انتخاباتي کمېسیونو تړل یې بل بدیل دی."

د حزبي اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار داسې وخت د سیاسي احزابو له ادرسه په حکومت او د انتخاباتو په خپلواک کمېسیون نیوکې کوي چې تازه ولسمشر محمد اشرف غني وویلي دي چې په هیواد کې موجوده ګوندونه د ملت ازستازیتوب نشي کولای.

د ښاغلي غني په وینا:

« دا سیاسیون څوک دی چې د افغانستان د ولس په ازستازیتوب غږيږي. چا انتخاب کړي، څو فیصده رایې یې ګټلي، څه وخت ولس دوی ته اختیار او واک ورکړی چې د ولس استازیتوب وکړي؟»

ولسمشر غني دا هم ویلي چې افغانستان ټولنه سیاسي احزابو ته ضرورت لري، اما دوی باید په دې شرایطو کې خپل مسوولیت وپیژني.

خو د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار بیا وایي؛ دا بې انصافي دی چې د ګوندونو له اغیزې او له نفوسه یې څوک سترګې پټوي.

تېره شنبه ځینو سیاسي احزابو له افغان حکومت او د انتخاباتو له خپلواک کمېسیون څخه غوښتي و چې د انتخاباتو لپاره نوم لیکنې باطلیدو ترڅنګ انتخاباتي نظام هم بدل کړي.

د سیاسي احزابو مشرانو او استازو همدارنګه افغان حکومت ته یوه اوونۍ وخت ورکړی، که غوښتنې یې و نه منل شي، د ټولو امکاناتو په استفادې به د روانو انتخاباتي ټاکنو مخه ونیسي.

 

 

 خو د انتخاباتو خپلواک کمېسیون بیا وايي، دوی د قانون مطابق خپلې چارې مخ ته وړي او د چا د فرمایش پروا نه کوي.

دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب

ځانګړي راپورونه

د ناکامورا میراث؛ درې لسیزې بشرپالنه