Post Image

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایې، د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون له پرېکړې وروسته به د پاتې ولایتونو د ولسي جرګې د ټاکنو وروستي تنایج هم اعلان شي.

د ټاکنو کمېسیون داسې مهال دا څرګندونې کوي چې تر اوسه یې یوازې د ۱۲ ولایتونو د ولسي جرګې ټاکنو وروستۍ پایلي اعلان کړي دي.

د ټاکنو کمېسیون ویلي، د پاتې ولایتونو د پایلو اعلان ته د شکایتونو کمېسیون پرېکړې ته په تمه دي او هر کله چې  اعتراضونو په اړه څېړنې ورسره شریکې شي دوی به هم اقدام وکړي.

 

د ټاکنو کمېسیون کمېشنر او ویاند حفیظ الله هاشمي رسنیو ته ویلي، د ولسي جرګې ټاکنو لومړنیو پایلو لیست یې له ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون سره شریک کړی چې د قانون په اساس د خلکو اعتراضونو ته رسیدنه وکړي او په اړه یې بیرته کمېسیون ته معلومات ورکړي.

د ټاکنو کمیسیون تر اوسه د بامیان، لغمان، نیمروز، دایکنډي، ارزګان، زابل، جوزجان، پروان، سمنګان، پنچشېر، سرپل او کاپیسا د ولایتونو وروستي نتایج اعلان کړي دي.

د ټاکنوکمېسیون له لورې د  ټاکنو لومړنیو پایلو اعلان خورا ځنډ ونیو چې دا کار د حکومت په شمول د  ټاکنو څارونکو او نورو ارګانونو له غبرګون سره مخ شو.

که څه هم د ټاکنو کمېسیون یې د ځنډ لامل په کارونو کې روڼتیا بولي خو معترض نوماندان او سیاسیون بیا د کمېسیون په رهبري کې ضعف او فساد د ټاکنو د پایلو د ځنډ لاملونه په ګوته کوي.

بلخوا د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ویلي چې له وخت سره سم یې خپلې څېړنې پشپړې کړي او د اته نورو ولایتونو پایلې یې هم وروستۍ کړي دي.

په همدې حال کې د ټاکنو څارونکي بنسټونه د ټاکنیزو کمېسیونو تر منځ د همغږي نشتون د ټاکنیزو چارو د ټکني کېدو لامل یادوي.

تر دې وړاندې هم د ټاکنو څارونکو بنسټونو په ټاکنو کمېسیون کې پراخ مالي او اخلاقي فساد د ټاکنو د پایلو د ځند لامل ګڼلي وه.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د ټاکنیزو شکایتون کمېسیون ویلي وه چې هڅه به وکړي تر راتلونکې یوې میاشتې د ولسي جرګې ټاکنو پایلې به وروستۍ کړي او پایلې به یې اعلان کړي.

خو د ټاکنو کمېسیون تر اوسه یوازې د ۱۲ ولایتونو د ولسي جرګې ټاکنو د وروستیو پایلو په اعلان بریالی شوی.

ها خوا بیا یو شمېر نوماندان چې په اعتراضونو یې لاس پورې کړی د ټاکنو کمېسیون پرېکړه نه مني او په دې پروسه کې د پراخو درغلیو ادعا تر څنګ دټاکنو پایلو د لغوه کېدو غوښتنه کوي.

په ټاکنیزو کمېسیونونو کې د پراخو درغلیو په اړه له جنجالونو وروسته ولسمشر غني په یو امر د ټاکنیزو کمېسیونو کمېشنران ممنوع الخروج اعلان کړل.

تردې وړاندې هم په راپورونو کې ویل شوي وه چې د ټاکنیزو کمېسیون په رهبرۍ کې به بدلون راشي او ولسمشریزې ټاکنې به نوي کمېشنران رهبري کړي.

دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب

ځانګړي راپورونه

د ناکامورا میراث؛ درې لسیزې بشرپالنه