Post Image

ماریه سټیفن او ایریکا چینووییت موندنې ښیي چې د ۱۹۰۰ او ۲۰۰۶ کلونو ترمنځ له تاوتریخوالي خالي مبارزې ددوی سره سم د روانو متشددو مبارزو په پرتله دوه برابره ډیرې بریالۍ شوي دي(سټیفن او چینوویت ۷۰). د ولسي مبارزو په اړه  پورته ادعا کې د ماریه او چینوویت موخه فعالې ولسي مبارزې (عدم تشدد) تحریکونه دي. دغه ډول مبارزو کې مبارزین پرته له دې چې زور زیاتی وکاروي، د متبادلو لارو چارو پرمټ مبارزه کوي. پدې کتاب کې ما هڅه کړې چې مالومه کړم چې ایا خدایي خدمتګارتحریک باندې هم د ماریه اوچینوویت د ولسي مبارزو پورته ادعا اطلاق کوي او که نه.

د ټولنیزو تحریکونو هغه تعریف چې دغه ډول تحریکونه عرضه او تقاضا ګڼي زما لپاره ددې کتاب د ټولو څېړنو بنسټ دی. ما هڅه کړې د خدایي خدمتګار له رامنځته کېدو وړاندې د پښتنو سیاسي، اقتصادي اوټولنیز حالت او د پښتونخوا انګریزي واکمنو پر خلاف د پښتنو وسلوالې مبارزې سرسري وڅېړم، په دغه څېړنو کې زه دې پایلې ته رسیدلی یم، چې د پښتنو حالاتو د بدلون لپاره وسلواله نه بلکې ولسي مبارزې ته اړتیا وه.

له بل خوا د هغه وخت حالاتو حکم کولو چې لومړی باید تعلیمي ډګر کې د پښتنو د پرمختګ لپاره کار شوی وی، دوی د تعلیم په ګاڼه سمبال شوی وی، بیا د دوی ترمنځ ټولنیز او کلتوري سمون ته کار شوی وی، ددویترمنځ کور په کور جنجالونه پای ته رسیدلی وی. ددوی د فکري بدلون لپاره کار شوی وی، د اقتصادي پرمختګ لپاره یې کار شوی وی، ددوی ترمنځ یوالی او اتفاق رامنځته شوی وی، او وروسته بیا دوی په ټولنیز تحریک کې منسجم شوی وی.

کتاب کې زما استدلال دادی چې باچا خان هم په پورته لار لاړو، د لومړي ځل لپاره یې په ۱۹۱۰ کې د ازادې مدرسې په نوم اتمانزو کې ښونځي جوړ کړو. وروسته یې د ښونځیو جوړولو لړۍ د پښتونخوا نورو برخو ته وغزوله.بیا یې د دوئ اقتصادي ودې لپاره کار وکړو،  او له هغه وروسته یې د پښتنو د ورورګلوئ لپاره کار وکړ، او د دوئ د فکري ودې لپاره هلې ځلې وکړې. د ۱۹ کاله یون وروسته یې پښتنو ته ټولنیزه پېژندګلوئ ورکړه. بیا یې دوی ټولنیز تحریک کې سره راټول او منظم کړل. خدایي تحریک لومړي سر کې ټولنیز خو بیا وروسته په سیاسي تحریک واوښت.

هارډي میرمین د مؤثرې ولسي مبارزې لپآره درې فکټورونه یووالی، پلان او نظم اړین بولي. خدایې خدمتګار کې زه دې پایلې ته رسیدلی یم چې کیدای شي په متفاوتو نومونو یاد شوی وي، خو خدایي خدمتګار یاد فکتورونهدرولودل. خدایي خدمتګار تحریک یو نا ویل شوی ستراټیژي چې پکې لرلید، تاکتیکونه، ښوونې او روزنې پروګرامونه،  مشرتابه، افهام او تفهیم او نور شامل وو، درلودل. کتاب کې مې استدلال کړی چې خدایي خدمتګار شاید یو له خورا محدودو تحریکونو څخه وو،چې غړي یې تحریک کې له شاملېدو وړاندې تاوتریخوالی نه کولو باندې سوګند کولو.همدارنګه غړي یې د مبارزې پر مهال په ټینګه له تاوتریخوالي کولو ځان ساتلو.

دهارډي د دریو فکټورونو برعلاوه ځینې پوهانو د ولسي مبارزې پر مهال دمبارزینو لپاره په خپله ویره برلاسي موندل هم د یوې سټراټیژیکې مبارزې یوه اړینه ځانګړتیا کڼي.

په کیفیتي څیړنو ولاړ له لومړنیو او دویمي مالوماتي سرچینو څخه په ګټنه خدایي خدمتګار (۱۹۲۹-۴۷)  یو سټراټیژیک غوراوي، کې زه دې پایلې ته رسیدلی یم چې خدایي خدمتګارو په تش لاس بیدون له دې چې تاوتریخوالی وکړي. د زور زیاتي پر وړاندې یې مبارزه کوله. دوی د مخالف اړخ له زور زیاتي څخه نه ویریدل او په خپله مبارزه یې پوخ باور درلوده.

د دریم جنګ لپاره مونږه تیاری کړیدی

سرکار دې بیا خپل درې ګزی کوتک له سام  وګوري

د پنځه څپرکو (په لومړي څپرکي په د پښتونخوا هغه وخت ټولنیز، اقتصادي او سیاسي حالت، دویم څپرکي کې خدایي خدمتګار یو ستراټیژیک تحریک وو، دریم څپرکي کې د خدایي خدمتګار تحریک تاکتیکونه، څلورم څپرکي کې د خدایي خدمتګار افهام اوتفهیم او اخر څپرکي کې د پایله لیکل شوی) دې کتاب کې ما هڅه کړې د خدایي خدمتګار تحریک د ولسي مبارزو په اړه موجودو څېړنو سره پرتله او یاد تحریک د ستراتیژي په تله پدې خاطر وتلم چې مالومه کړم چې دغه تحریک څومره د یو ستراتیژیک تحریک په تول پوره دی. د څېړنې وروسته زه دې پایلې ته رسیدلی یم چې خدايي خدمتګار نه يواځې دا چې ستراتیژیک وو بلکې  په تعقل هم ولاړتحریک وو.

شریک کړئ

ورته مطالب