Post Image

افغان حکومت وايي، دا تاریخي ورځ او مناسبت به په شانداره توګه ولمانځي.
د کابل شپه مهال رنګونه، بیرغونه او چراغونه کابل ښاریانو او مېلمنو ته د یو لوی جشن احساس ورکوي.
دا لومړی ځل دی چې حکومت د خپلواکۍ بېرته ګټلو دا تاریخي ورځ په دومره لوړه کچه نمانځي. 
ولسمشر وايي، د غازي امان‌الله خان د ناتمام فصل تکمیلوونکی دی. 
خپلواکي، تاریخ، امان‌الله خان او حکومت د خلکو لپاره په یو معنادار ارزښت بدلیږي، تمه ده چې د خپلواکۍ سلمې کلیزې لپاره د دارالامان ماڼۍ په ګډون ډېر بنسټونه هم افتتاح شي.



شریک کړۍ