افغانیه؛ د نوي افغانستان لپاره

پوره ۱۰۸ کاله وړاندې په کال ۱۲۹۰ د تلې په ۱۶مه سراج‌الاخبار افغانیه د شپږ کلن ځنډ وروسته علامه محمود طرزي بیاځلي پیل کړه. د سراج‌الاخبار لومړۍ ګڼه د مولوي عبدالرووف کندهاري په مشرۍ په کال ۱۲۸۴ د جدي په ۲۲مه خپره شوه چې دویمه ګڼه یې بیا هېڅکله نشر نه شوه. په ګڼو تاریخونو کې یو مشترک روایت دا دی، د سراج الاخبار د تړل کېدو مهم علت پر امیر حبیب‌الله خان د وخت د انګلیسي حکومت فشار و چې نه یې غوښتل استعمار ضد خپرونې وشي.

سراج‌الاخبار د دویم ځل پیل د خپرونو یو لوی هدف د پخوانۍ برېتانیا له ملاتړ لرې کېدل او په څنګ کې یې له اسلامي نړۍ سره د نژدې‌والي هڅه وه. د آزادۍ، ملتپالنې، تجدد، او د معاصرو علومو او ټیکنالوژۍ د ارزښت لپاره سراج‌الاخبار د خپل وخت د لیکوالو، د مشروطیت غورځنګ د غړو، روڼ‌اندو او منتقدینو لپاره ډېر مناسب ټرېبیون و.

سراج الاخبار افغانیه کلونه کلونه خپره شوه او دا تر شمس الانهار وروسته دویمه جریده وه چې نه یوازې په کور دننه، بلکې د هغه وخت د ګاونډنیانو لپاره یې د تعامل وړ نشرات، تبصرې او یادښتونه خپرول.

افغانیه د روان ۱۳۹۸ کال د تلې په ۱۶مه یانې ۱۰۸ کاله وروسته د یوې خپلواکې افغاني رسنۍ په توګه چې کوم ځانګړی مختاړی او ورستاړی نه لري، خپرونې پیلوي. دا د انسان نیوز ډېسک تر رسمي پای وروسته د یو خپلواک بنسټ په توګه د «انسان» د یوې ارتباطي او تړلې رسنۍ په توګه پیلیږي.

انسان نیوز ډېسک د انسان مجلې او بیا وروسته د «انسان» د یوې ځانګړې خبري څانګې په توګه د ۲۰۱۹ کال په پيل کې آزمايښتي نشرات پيل کړل او د یاد کال په لومړیو درېیو میاشتو کې یې اصلي خپرونې شروع کړې.

افغانیه به په لویه کې د «انسان» له افکارو او ټاکل شویو سرو کرښو سره نژدې اړیکه لري، مګر په فعالیت، کار او عمل کې په کامل ډول خپلواکه ده. ټیم، سیاست، کاري تګلوری، نشراتي پالیسي او داخلي کاري څرنګوالی ټول د افغانیې د نوي میکانیزم او پالیسۍ په اډانه کې تنظیمیږي. موږ به د پخواني انسان نیوز ډېسک یو شمېر نوښتونه وساتو او یو شمېر برخې به تازه پیل کړو او تر څنګ به یې یو شمېر پخواني کارونه چورلټ حذف کړو؛ دا ټولې پرېکړې د افغانیې په نوي ټیم او نشراتي سیاست پورې اړه لري.

د افغانیې شعار، «نوی افغانستان» دی. د نوي نسل، نوی افغانستان. هغه افغانستان چې هېڅکله بشپړ نشو او لا هم ناتمام دی. موږ به هڅه وکړو چې د فرهنګ، تاریخ، سیاست، پراختیا او نوي معرفت په زمینو کې راټوکېدلی نسلي بدلون چې د نوي افغانستان د تعریف او تفسیر هڅه کوي، مخته یوسو.

افغانیه په خپل نشراتي ترکیب کې چې په متن، غږ، او انځور یې وېشي، له نورو شته رسنیو سره په ستر توپیر نوی طرزالعمل عملي کوي. د افغانیې لویه سلنه نشرات به د اونیزو مجموعو په چوکاټ کې وړاندې کېږي، دا اونیز پکېجونه ځانګړي خپرنیز لوري او زمینې احتواء کوي چې د هرې یوې یې ځانګړی پوهاوی وروسته کېږي.

افغانیه غواړي د ښاروندۍ ژورنالیزم یا Citizenship Journalism په برخه کې یو اختصاصي ګام پورته کړي او د «افغانیه ټرېبیون» AFGHANIA Tribune په نوم داسې یوه درېڅه پرانیزي چې وکولای شي د هر وګړي نظریات او لیکنې خپرې کړي. افغانیه دا چاره له ډیموکراسۍ د ملاتړ او د هر ښاروند د وینا د حق په توګه ترسره کوي.

افغانستان په تېرو اتلسو کلونو کې د بیان د آزادۍ په برخه کې لازمې او محسوسې لاسته راوړنې لري، موږ غواړو د دې لاسته راوړنو ساتنې او ملاتړ لپاره د خپلو همکارانو، هملارو، همفکرو، او رسنیزو بنسټونو سره د ګډو فعالیتونو تجربه ولرو.

موږ په ژورنالیزم او ارتباطاتو کې د پرمختګونو او انکشافاتو پلوي یوو، په دې خاطر چې وکولای شو د خبریالانو، ژورنالیستانو او رسنیزو بنسټونو لپاره د نوي ژورنالیزم مخکښ و اوسو، د رسنیو او ارتباطو په برخه کې د AFGHANIA Academy د رامنځته کولو هوډ لرو.

د یادې اکاډمۍ یوه موخه به د افغانستان د تاریخي ژورنالیزم مطالعه او د تاریخي سیر بیا انکشاف وي. د تخصصي ژورنالیزم تطبیق او توسعه او د رسنیزو پرمختګونو په اړه بحث او رسول به په دې فعالیتونو کې شامل وي.

افغانیه به د نظریاتو او مفکورو د نشر په برخه کې چې د ورځنیو چارو، سیاستونو، او پراخو ملي او سیمه‌ییزو مسایلو په تړاو مطرح وي، د نشر او خپراوي یو منظم طرزالعمل رامنځته کړي او تر څنګ به یې د ځانګړو برخو لپاره هم د نشر او خپراوي پر میکانیزم کار وکړي.

افغانیه هیله لري چې لوستونکي او لېدونکي یې ورسره مرستندوی و اوسي، خپلواکې او پر خپلو پښو ولاړې رسنۍ د ګډونوالو له مرستې پرته ممکنې نه دي، نو له دې مخې غواړو خپل مېډیا کېټ او سوداګریزه پالیسي خپره کړي او له لارې له ټولو ګډونوالو د مرستې غوښتونکي شو.

افغانیه : خلک، پالیسي او سیاست